Banner

د لويې پکتيا شاعران وپېژنئ

24.08.2007 14:31

په دې برخه کې به تاسې  د لويې پکتيا شاعران وپېژنئ، د هغوی شعرونه به ولولئ او يو بل زيری هم درکوو، چې په نږدې راتلونکي کې به د لويې پکتيا د شاعرانو ګډه شعري ټولګه، چې احمدضياء ضياء راټوله کړې ده چاپ او خپره شي. ددې ټولګې دا لومړی ټوک دی. بايد ووايو، چې دا لړۍ به په همدې وېب لاګ کې کرار کرار خپريږي . دلويې پکتيا کوم شاعر که خپل شعر نه وي ورکړی، هغه اوس هم کولی شي، چې خپل شعر، لنډژوند ليک او يو عکس زموږ په پتو راوليږي   .hanif_hairan@yahoo.com

نــــوم      : زاهد شاه
تخلص     : انګار
د پلارنوم : سليمان شاه
زوکــړه   : ١٣٣٨ لېږديز لمريز کال
زده کړه   : لسانس
ولايت     : خوست
ولسوالي  : مرکز متون
کلى        : کجيرې
چاپ شوي اثار : نه لري
نـــا چاپ اثار : يوه ټولګه لنډې کيسې، دوه ټولګې شعرونه، يو ټوک څلي  او نرخونه، دوه ټولګې فولکوريکې کيسې.

                   غزل
ګل ختلى دى پيـــــــــکي تـــــه له بهاره راځي شور
د چرچڼو پـــکې ځــالې لـــــــــــه چناره راځي شور
زه يې مست کړم ، په وچ ژمي لکه مار په سنځلبوى
دا يې بين د بنــــــګړو که يې لــــه هاره راځي شور
مـــا کړ لمونځ پـــــکې ادا، خو دى جايداد د ميخانې
دى پــــه خم ور پـــرېوتلى لـــــه خماره راځي شور
چې پـــه زړۀ يې کړم نرى لکـــــه نرى د مينې تـار
د خپل خيال د مست رباب له هــــغه تاره راځي شور
چې لــــه څنګه مې تيريږي، ده ښکالو د چا د روح؟
کــــه د خپلو تړمو او ښکو لـــــه ابشاره راځي شور
واړه ستوري له اولــه تـــــر اووم اسمانـــــه ښوري
دادکوم ورک شوي ستوري لـــــه مداره راځي شور

نـــــوم       :  احسان الله
تخلص       :  ځدراڼ
دپلارنوم     :  سيد سردار (ځدراڼ)
زوکــړه     : ١٣٦٥ لېږديز لمريز کال
زده کړه     :  زدکوونکى
ولايت        :  خوست
ولسوالي     :  مرکز- متون
کلى           :  دري خېل
چاپ شوي اثار :  نه لري
نـا چاپ اثــــار :  يوه شعري ټولګه
               دمينې شور
د مينې شور مې داسې خچ پچ له ګوګله  ووت
لکه ويشتلى مارغه ښکار شي له ځنګله  ووت
يخۍ وهــــلي  زړګي اوس د اور مـــــدار راونيو
د يـــار پــــه مينه ايلـــه تــود شولـــه کنګله ووت
د کابـــــل غېږه يې د زلفو ټـــــال کړه وزنګـــېدۀ
د ټــال ورېښمين پړى يې وشلېد له اوربلـــه ووت
په شنو باغچو يې راتــه اور پورې کړلولپه شوې
آه او فـــريـــــاد يې لــه هـر پاڼې له هر ګله ووت
خدايه! اباد بــه شي او ټول به ښايستونه جوړ شي
کــه ګـــران هېواد مې شي ازاد او که له بله ووت
دغه د نن واکمن بــــه د غسې لـه دې خاورې ځي
لکــــــــه سور مخى شوروى چې لــه کابله ووت
د (احسان)دغه دعاګانې چې دښمن مې خوارکړې
يا ربــه! زېرى کړې راپېښ، چې لــه تکلـه ووت

نـــوم          : نسرين
د پلارنوم     : عبدالحسن
زوکــړه       : ١٣٥٠ لېږديز لمريز کال
زده کړه       : د دوولسم ټولګي څخه فارغه
ولايت         : خوست
ولسوالي      : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى            : پاينده خېل
چاپ شوي اثار    : نه لري
نا چاپ اثــــــار   : نه لري
نثر ليکي د خوست په خپرونو او مجلو کې يې په لسګونو مقالې خپرې شوې ، چې د زيات والي له امله يې په دې کتاب کې د چاپ امکانات نه ليدل  کيږي.

نـــــوم        : بختي ګل
تخلص        : مشتاق
دپلارنوم      : نظر الدين
قـــــــوم      : ځاځى
ولايت         : پکتيا
ولسوالي      : اريوب ځاځي
کلى            : حسن خېل
زده کړه      : د سټريم لينک انفارمېشن ټکنالوژي دانسټيټيوټ په  معلوماتي توليدي صنعت کې د ډيپلوم  ډيګري لري.
دنــــده       : د کمپيوټر ښوونكى
          
                   غزل
نن دې بيا راتــــه غمونـــــــه مېلــــمـــانـه دي
ستــــــا خواږه خواږه يـــادونه مېلمانــــــه دي
پـــــه ژونــدو چې مې نصيب خوشالي نه شوه
دا د کوم پــــرهر دردونـــــه مېلمانـــــــــه دي
چې تــــر نيـــمـــو نيمو شپو يې يـــــادومــــه
ستـــــا د حسن يـــادګارونــــــه مېلمانــــــه دي
خپل تصويرمې چې هم نه پريږدي په خيال کې
څــــه عجيبه تصويـــــرونــــه  مېلمانــــــه دي
و يې نـــــــه ګڼې پـــردي( مشتاقــه ) خـپل دي
دا دې خپل جانـــــــــان لـوظونـــــه مېلمانه دي

نـــــوم      : جاويد
تخلص      : دريځ
د پلار نوم : وزير باد شاه (دريځ)
د نيکه نوم : ولي الدين
زوکــړه    : ١٣٦٦ لېږديز لمريز کال
زده کړه    : د  دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت      : خوست
ولسوالي   : مرکز- متون
کلى         : درې کوټي
چاپ شوي اثار :  (د پرون يادونه اود سبا هيلې ) په نامه شعري ټولګه
نـا چاپ اثـــار :  دوه  شعري ټولګې او يو ناول يې بشپړ دى ، چې را روانه شعري ټولګه يې (توده وينه) نوميږي.

                        د مينې نوم
تږى د وصال زړګى ، جانان تــــه ضرورت لـري
ګل لکــــــــه د للمې وي، باران ته ضرورت لـري
زه بـــــــــــــه يې ځواب ورته په لنډه څنګه ووايم
هــــــر تپوس د مينې ،يو داستان ته ضرورت لري
دلته لا د مينې نوم تــــه څوک پــــه مينه نه ګوري
دا منبر يـــو ښکلي، سپين انسان ته ضرورت لري
غــږ د ازادۍ بـــــه د مين لــه خولې را ووځي خو
 مينې انقلاب اواز يو ځوان تـــــــه ضرورت لري
دا څنګـــه رقيب دى،چې هر خواته يې وير وکارۀ
دغه رانيول غواړي، زندان تــــــه ضرورت لري
دا ستا د اټوم او ستا د توپ د زور کيسې نــه شوې
ښکاري چې اخر بيا هــــم افغان ته ضرورت لري
هسې دې اور وکــارۀ خطا شوې اوس سوځيږې به
دا اور خو موږ نه سوځي جهان ته ضرورت لري
اورمه (دريځه) چې راځه غاړه غړۍ بـــــــــه شو
شور د پيښور دى، کابل جان تـــــه ضرورت لري
           
                 بيا ځه!
راته دار جوړ له اوربله کړه بيا ځه!
خلک خبر مې لــه اجله کړه بيا ځه!
هم مې ووژنـــه او هم راپسې ژاړه
لوپټه زمــــــــــا جنډ له کړه بيا ځه!
د( دريځ ) د ژوند دورانه هم مرګيه
پــــه مزار مې ډيوه بله کړه بيا ځه!

 


نـــــوم      :  سخي سرور
تخلص      : مياخېل
دپلارنوم   : حسن محمد
زوكـــړه   :۱۳۳۷ لېږديز لمريز كال
زده کړه    : مسلکي زد ه کړې په المان  کې تر ماسټرۍ پورې
رشته       :  ژورنالېزم
ولايت      :  خوست
کلى         :  پنزايه
قـــوم       :  ميا خېل
 
دندې        :  د خوست پوهنتون استاد او د خوست د ملي ټلويزون رئيس.
چاپ شوي اثار : (د پيزوان په ژبه ) د لنډو کيسو ټولګه په سعودي کې د ادبي بهير له شاعرانو سره (د ستورو کاروان) په شعري ټولګه کې د شعرونو چاپ.
نـا چاپ اثـــار : د شعرونو ټولګه، خبر او رپوټ، مرکه او بحث، متفرقه مقالې، شعرونه او لنډې کيسې يې په جريدو ، ورځپاڼو  او راډيوګانو کې خپرې شوې دي.

نــــوم        : محمد غفور
تخلص       : مهيدي
دپلارنوم     : پير مهيد
زوکــړه     : ١٣٤٠ لېږديز لمريز کال
زده کړه     : ماسټر
ولايت        : خوست
کلــى         : شموڼي
رشته         : سياسي علوم او ژورنالېزم
اوسنۍ دندې     : د خوست د ملي  راډيو مسئول اوهمدغه راز د خوست د ژورنالستانو د خپلواکې ټولنې رئيس
چاپ شوي اثار : نه لري
نــــا چاپ اثـار : د افغانستان لنډ تاريخ، د نړۍ جغرافيه او د ژورنالېزم ژانرونه

                        مړه کتل
نــــــه مې پــــه خپله قتلوي نــه مې په بل وژني
دا نــــاخبره ده خو مـــــا يې مـــــــړه كتل وژني
لـه خپل ښايست نـــه ناخبره اشنا مــــــــه خنديږه
له تــــا قربـان پـــــه اننګو كې مې دې ول وژني
چې دپرديو په لمسون مې يـاران ټول دښمن شول
پردي خو هسې سړى نـــــــه ساتي ما خپل وژني
په ګڼ محفل كې چې نور نـه وژني بغير لـه مانـه
زړګــيه زه خو وايـــــم داسې مې دې تـل وژنـي
خپلو ځوانـــانو تــــه يې لاره د سپوږ مۍ وښوده
زمــــا ځوانـــان څه پـــه خيبر څه په كابل وژني
منم چې زه بــه د ژوند مل «مهيدي»بيا مومم خو
دتـــــاكمى بـه يې جانــــانــــه پل پــــه پل وژني

نــــوم       : امين الله
تخلص      : ځاځى
دپلارنوم   : سيد خالق
زوکــړه    : ١٣٤٤ لېږديز لمريز کال
زده کړه    : د ديني زده کړو تر څنګ يې منځنۍ عصري زده کړې هم کړې دي.
ولايت       : پکتيا
ولسوالي    : اريوب ځاځي
کلى          : حسن خېل
                           
                           د دنيا لاسونه
دا نـــن نيولى چې زه نــــــه شم د بل چـــا لاسونـــــــــه
ځکـــــــه چې سره دورور پــــــــه وينو دي زما لاسونه
دې نړۍ خورو مــــوږ ليدلي يــــو كه نور څوک نه شته
چې را اوږده شول زمـــوږ کور تـــــه د دنيا لاسونــــــه
چې لاس را اوږدشي زموږ خونه کې تيارې جوړې کړي
چا اوږده نـــــــــــه کړل زمـــــــوږ کورته د رڼا لاسونه
لکــه چې څنګـــــــه مــــو  ستايـــلې د مجنون ميـــنه ده
داسې پــــــه مينه مــــــــــــوښکل کړي  د ليلا  لاسونــه
ټولــــــــه نــړۍ کې بــــه دامن شپېلۍ وغــــږيــــــــږي
بس زور وره کـــه څــــوک وتــــړي دا ســتا لاسونـــــه
دا چې بې وســــه غوندې پروت يـــــــم حرکت نــه کوم
خپل سکــــــــــه ورور پـــــه ما تړلي دي تر شا لاسونـه
ورتــــه د يــــــــو عــــالم خوښي او عاطفـــــه پيدا کړي
دزوى پـــه سر بانـــــدې چې تېر شي د بـــابـــــا لاسونه
( امين الله ځاځيه )! ګــــټــه بــــــه وړي هغـــــــه سړى
د مـــور چې چاتــــه پورتــــه کيږي  پـــــــه دعا لاسونه

نــــوم        :  فيض الله
تخلص        :  مالګين
دپلارنوم     :  سيد خالق
زوکــړه      : ١٣٤٨ لېږديز لمريز کال
زده کړه      :  تر شپږم ټولګي پورې
ولايت        :  پکتيا
ولسوالي     :  اريوب ځاځي
کلى           :  حسن خېل

                   شاعر دومره دروغجن دى
شاعر دومــــره دورغجن دى ليونيـان بـــه پـــــــــه خنداشي
د سيندونـــو مثال ورکــــړي چې يـې اوښکـــه په مخ راشي
شــــاعـــر دومـــــره دورغجن دى وايي ښکلى مې دلـبردى
کلـــه کلــــه بيـــا دا وايــي د يـــــار مخ شمس الـــقـــمر دى
که رښتيا شمس القمر دى يـــو دالان دې پــــرې رڼـــــا شي
شاعــــــر دومره دروغجن دى وايي ورک مې مينې يار دى
وايي زۀ پــــــــــــکې سوځېږم سور پالنګ راتــه انـګار دى
يوه سپرغۍ په لاس کې ورکړئ چې يې دا دروغ رښتيا شي
شاعـــر دومـــــره دروغجن دى د ا دى څــــه رنـګ حقيقت
تل لـــــــه ځان سره لګيا دى، کــــــړي د زلفو نــــــه صفت
يـــــــو ويښته ډوډۍ کې ورشي لـــــــه ډوډۍ يې استعفا شي
شاعــــر دومره دروغجن دى غمجن دى وي مجبور دى وي
تل پــــه شعر کې (مالګينه) مجنون دى وي  منصور دى وي
دومــــره لويـــــــــه دعوه وکړي يــــوه چينجنه يې ليلا  شي

نــــوم        :  جمال خان
تخلص       :  خوږمن ځاځى
دپلارنوم     : سيد خالق
زوکــړه     : ١٣٥٤ لېږديز لمريز کال
زده کړه     :  د دوولسم ټولګي فارغ
ولايت       :  پکتيا
ولسوالي    :  اريوب ځاځي
کلى          :  حسن خېل

چاپ شوي اثار  :
 ١ -  ( په سوله کې سپرغۍ) شعري ټولګه
نـــــا چاپ اثار  :
١ -  (جار جار لاليه) د لنډو کيسو ټولګه
٢ -  (مسافر ته شوې خوار ه زه شوم)  ناول

اختيار چې خپل شي او ژونــدون لـــه قيدو بنده ووځي
د زندګۍ لوبــــــه بدرنګـــــه شي لـــه خونـــده ووځي
چې  سل پـــــــــه سلو کې پــــه يوه بـل اعتـماد وو ينو
کيسه د مينې بـــه مــــو هلـــــــــــه لـه سوګنـده ووځي
کلــــــه چې خپلې نــــــــــــا چارۍ سترګو تــه ودروم
خولــــه خولــــــه مې د وجود لـــــــه هره بنـده ووځي
پـــــه عقوبت د خپل بې وســـه ژوند وېرېږمــــــه ډېر
خوخداى دې نه کړي چې بنګړي دې له مړونده ووځي
بويـــــه چې بيــا خو مې ايمان لـــــه زړۀ نــــــه ووتلو
کــــــــه مې له زړۀ نه ستــــا دپـاکې سينې تنده ووځي
مـــونږه خو داسې استقلال ځـــان لره نــــه غوښتو چې
د تاريخ پت مــــوله کندهــــــار اولــــــه هلمنده ووځي
پـــــــــه ځينې وخت کې مــلغــــلرې د چا پند وشيندي
پــــــه ځينې وخت کې خرمهرې د چا لــــه پنده ووځي
مفلس «خوږمن» تـــه دې که لږ د بـــارخو سره وبښې
ګونـــــدې جامـــه د بې وسۍ يې لــــــه پيونــده ووځي

نــــوم        : زهير الله
تخلص       : زهير ځاځى
ولايت        : پکتيا
ولسوالي     : احمد خېل
قـــــوم       : حسن خېل
اوسنۍ استوګنه : متحده عربي امارات العين
               
                 د مينې غږ 
کله ستا چې دعشق غږ را باندې خپور شي
راتـــه تنګـــــــه شي دنيا را پورې اورشي
چې دا ستــا د مينې غـــږ مې شي تر غوږه
بې لــه اوره وسوځېږم زړۀ مې سکور شي
ستا لـــــه غمه مې له خولې اسويلي  راشي
لکـــه سرۀ لمبه مثال خولـــــــۀ د تنور شي
بې اختياره مې له خولې ځي فــــرياد داسې
لکــــه پېښ چېرته چې غم د چا په کور شي
(زهير) وژاړم سقــــوط وکــــړمـــه هلــــه
چې مې يارشي جفا کار نو زړۀ مې تورشي

نـــــوم        : خيال محمد
تخلص        : غورځنګ
دپلارنوم     : حاجي خان وزير
زوکــړه      : ١٣٦٥ لېږديز لمريز کال
زده کړه      : زدکوونکى
ولايت        : پکتيا
ولسوالي     : مرکز- ګردېز
کلى           : الرجالخېل

                داغونه
پېـغــلو مې زړونـه په انګار ايښي دي
ګـلان يــې زلــفــو کې قطار ايښي دي
جفا يې کاردى وفـــا نـــــــه لري هېڅ
زمــا پـــه زړۀ داغونــه يار ايښي دي
الله دې وکړي  چې ګـودر تــــه راشي
ما ورته سره بنګړي پـه لار ايښي دي
زړۀ مې زخمي شو چې تـا وکړه خندا
اوس مې پټۍ په خپل پـرهار ايښي دي
(غورځنګ)به ته کړې ليونى دغرونو
تـــاچې خالونــــه په رخسار ايښي دي

نـــــوم       : جوهرګل
تخلص       : منګل
دپلارنوم     : حاجي ګل « منګل»
زوکــړه     : ١٣٦٣ لېږديز لمريز کال
زده کړه     : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت       :  پکتيا
ولسوالي     : ميرزکه
کلى          :  انډوام

                    کرکه
مينه لــــــــه زړۀ لرې ده  دهر سړي
کرکـــــه اوس ملګرې ده د هر سړي
ځـــه مظلومه! هسې نـه تباه دې کړي
زړۀ جوړلـــــه کمرې  ده د هر سړي
وجـــــه داده يولــــــه بل  نفرت کوي
جنګ پـــــه دې خبرې ده د هر سړي
کرکــــه ده چې وينـه بهوي زمــــــوږ
کـــــور وران ستمګرې ده دهر سړي
اې( جوهره) ! زړۀ چې نرم شوى دى
ستــا پــــه دې غزلې ده د هـــر سړي

نـــــوم        : لجمر خان
تخلص        : غريبکار
دپلارنوم      : سيد خان
زوکــړه       : ١٣٥٢ لېږديز لمريز کال
زده کړه      : تر نهم ټولګي پورې
ولايت         : خوست
ولسوالي      : درګي
کلى            :  دخي
قــــوم         : تڼى

              غزل
محبت يې چې پــه مـال او پـه دولت شي
مــــه يې وينـه کــه دا حوره د جنت شي
د مـړو سترګـو پــه څښلو عادت نـــه يم
د شرابــودې کـه څومـره ښـه صفت شي
د ستــــــم خبـــره نـــــــــه منم پښـتو ده
پښتنو خو تـــل جنګونــه پــه غيرت شي
ليونتوب دى ليونتوب دى نــــه پـوهيږي
اللــه هـېر کړي د بنـده پــــه اشارت شي
دا د دوه ورځو ژوندون دى ښه يې پـالـه
خواخربـه دې قسمت د خـاورو څټ شي
(غريبکاره)! طمع مــــه لـره مخلوق تـه
ښـــه هغــــه چې د الله پــه رضايت شي

نـــــوم        : تواب جان
تخلص        : تواب
دپلارنوم      : حاجي جنت ګل
زده کړه       : زده کوونکى
ولايت         : پکتيا
ولسوالي      : ځاځي اريوب
کلى            :  علي خېل جګه غونډۍ

                     غزل
دا تــورو تــــورو سترګو په خنجر ويشتلى يــــم
رغېږم زۀ اوس کلــــــه چې دلــــــبر ويشتلى يم
پنجرو دننه پټ چې مې زړګى زخمي زخمي شو
جوړېږم نـــه  اشنا ډېر پــــــــــه هنر ويشتلى يم
قطرې مې د سرو وينو له زړګي څخه جدا شوې
جانــــــان خمارو سترګو پــــــــه اثر ويشتلى يم
اشنا د تــورو سترګو څخه غشي را ګوزار کړل
نـــا څاپـــــه مخامخ يې پـــــه ټټر ويشتلى يـــــم
د مېنې پر هرونـه چې زما ګوګل کې جوړ شول
د يـــــــار ملالو سترګو پـــــه ځيګر ويشتلى يم
آهونه فــــــريادونه مې مدام لـــه خولې نه وځي
 (توابـه) زه يې سم د زړۀ پــــه سر ويشتلى يــم

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.